د قرارداد ورکولو د پرېکړې عامه خبرتیا

Akmal_admin
df

Publish Date

Closing Date

Location کابل

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د WiMAX یا  P2P او یا هم Visat له لارې د 10 Mbps انټرنېټ خدمتونو وړاندې کولو پروژه، دوه لا ته د تحصیلي بنسټونو لپاره؛ لومړی لات اریانا نیت ورک سروسیز کمپنۍ ته چې د جواز شمېره یې (D-22108) ده او د کابل درېیمې کارتې، شورا سړک شاته موقعیت لري او ټولیزه بیه یې (۶،۴۶۸،۰۰۰) شپږ میلیونه او څلور سوه او اته شپېته زره افغانۍ ده او دویم لات افغانستان فیض ستلایت کمیونیکیشن چې د جواز شمېره یې (D-20140) ده او د کابل په شېر پور کې موقعیت لري او ټولیزه بیه یې (۴،۴۱۶،۰۰۰) څلور میلیونه او څلور سوه او شپاړس زره افغانۍ ده ورکړي.

حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders