د قرار داد د ورکړې د هوډ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو د قانون د ۴۳ مادې د دویمې فقرې له مخې، ټولو دوستانو ته خبر ورکول کیږي، لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د اجیرانو د البسو د تهیې او تدارک ، د ۱۳۹۸ کال د ۲۵۱ جوړه بوټونو او بهاري البسې او همداراز د ۱۳۹۹ کال د ۲۱۵ جوړه بوټونو او بهاري البسې قرار داد، د المنصور طدیقي د تجارتي او لوجیستیکي شرکت سره چې د ( ۱۶۴۶۳-۰۱۰۱ ) نمبر جواز لرونکی دی او په پلازمېنه کابل کې په میوند جاده کې موقعیت لري، په ( ۷۰۰ ، ۷۸۳ ) اوه سو درې اتیازره او اووه سوه افغانۍ مجموعي قیمت ورکوي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل شکایت د دې اعلان له نشر تر ۷ ورځو پورې، له خپل اعتراض او دلایلو سره یوځای په لیکلي ډول په لوړو زده کړو وزارت کې د تدارکاتو ریاست ته - د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې سره سم وسپاري.
دغه اطلاعیه د قرارداد د عقد په معنا نده او د پورته میعاد تر بشپړیدا او قانوني طي مراحلو پورې، قرارداد ځنډول کیږي.