د قرار داد ورکونې د پریکړي خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږی چې د لوړوزده کړو وزارت په پام کې لري چې د وزارت مرکزي څانګو(شعباتو) د دوه ډولو تیلو (ډیزل او پطرول) د تهیې او تدارک پروژې تړون د عبیدالله انصارلیمټد تجارتې شرکت ته چې د (0101-15537) جواز نمبر درلودونکی دی آدرس: د تایمنې دریم سړک،مرکز کابل – افغانستان په (۱۵۲۱۵۰۰۰) پنځلس میلیونه دوه سوه او پنځلس زره مجموعې قیمت او(۱۸۲۵۸۰۰۰) اتلس میلیونه دوه سوه او اته پنځوس زره حد اکثر قیمت ورکړي
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمی ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون – کابل – افغانستان تر څنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد کولو په مانا نه ده ، د پورتنۍ مودې تر بشپړیدو او د او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نشې.