د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د یوه کاري سفر په ترڅ کې له بامیان پوهنتون څخه لیدنه وکړه

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۴:۱۸
trhytryrt

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب بامیان ولایت ته په کاري سفر کې د یاد ولایت له والي مولوي عبداالله سرحدي د  پوهنتون له مشرتابه، استادانو او اداري کارمندانو سره د ناستې پر مهال وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه هڅه کوي چې لوړې زده کړې پرمختللي او عصري شي. هغه زیاته کړه، چې د لوړو زده کړو سيستم د تېر په پرتله ښه دی او د دغه سيستم کمزوری ښودلو په برخه کې د دښمن تبلیغات بې‌بنسټه دي.
همداراز سرپرست وزیر د پوهنتونو د موخې په اړه وویل، چې په پوهنتونو کې باید اسلامي شخصیتونه وروزل شي چې اساس او فکر یې پر اسلامي عقیدې او ثقافت بنا وي. همدارنګه سرپرست وزیر په زغرده وویل، چې موږ کاملأ چمتو یو چې ستاسو اړتیاوې پوره او ستونزې مو حل کړو.
وروسته د بامیان پوهنتون رئيس حضرت محمد برهانی د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي له راتګ او همکارۍ څخه مننه وکړه او ترڅنګ یې د بامیان پر لاسته راوړنو خبرې وکړې.
په پای کې د یاد پوهنتون مشرتابه له سرپرست وزیر سره د تحصیلي بنسټ اړوند د احاطې دیوال، د اوبو نشتون او لابراتوار په برخه کې ستونزې شریکې کړې او سرپرست وزیر د بامیان ولایت سره په همغږۍ د یادو ستونزو د حل پریکړه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS