د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شمال زون ته د خپلو رسمي سفرونو پر دوام د سمنګان لوړو زدهکړو مؤسسې په رهبري شورا کې د ګډون ترڅنګ د یادې مؤسسې له بېلابېلو برخو لیدنه وکړه.

د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداءمحمد ندیم د سمنګان لوړو زدهکړو مؤسسې په رهبري شورا کې د استادانو او رهبری غړو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او په اړونده برخو کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
دغه راز سرپرست وزیر د یادې مؤسسې له نیمه کاره پروژو څخه لیدنه وکړه او مسؤلین یې د کارونو نظارت ته وهڅول.
نېټه: پنجشنبه
۶/۷/۱۴۴۵هـ ق ۲۸/۱۰/۱۴۰۲هـ ش ۱۸/۱/۲۰۲۳م