د لوړو زدهکړو وزارت پلاوي د اناسټو پوهنتون څخه لیدنه ترسره کړه.
د لوړو زده کړو وزارت پلاوي د نظارت او ارزونې رئیس انجینر سیداسماعیل روحاني په مشرۍ د اناسټو پوهنتون د رهبرۍ له مسؤلینو سره په ملتیا د فوق لیسانس برنامو د ارزونې په موخه د اناسټو پوهنتون څخه لیدنه ترسره کړه.
د کرنیزو علومو او ټیکنالوژۍ ملي پوهنتون علمې مرستیال او سرپرست رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني د فوق لیسانس برنامو په اړوند شته ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او همدارنګه یې دیادو ستونزو د حل په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پلاوي د نظارت پرمهال له لابراتورونو، کتابتون، کرنیزي ماشینرۍ، کمپیوټرلیب او یو شمېر نورو تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او د اناسټو پوهنتون مسؤلینو ته یې ډاډ ورکړ چي ستاسو غوښتنې به د وزارت له مقام سره شریکوو.