د لوړو زده کړو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو تر منځ ګډه ناسته، په لوړو زده کړو وزارت کې تر سره شوه

۱۴۰۰کال، د کب ۹مه
د لوړو زده کړو او امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو تر منځ ګډه ناسته، په لوړو زده کړو وزارت کې تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د داخلي پلټنې رئیس مولوي فضل الربي، د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس محب الله مخلص او د لوړو زده کړو وزارت مسؤلانو ګډون کړی و.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د داخلي پلټنې رئیس مولوي فضل الربي وویل: «زموږ د وزارت د کار ۶میاشتې کېږي، خو دا چې د افغاني ټولنې پر اذهانو ډېر کار شوی، نو موږ په ډېر حکمت سره خپل کارونه مخ ته بیایو.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې موږ هڅه کوو په لومړي قدم کې خپلې ادارې او وروسته عامه ټولنه اصلاح کړو او زیاته یې کړه، چې د دولتي ادارو ټول کارمندان باید خپل صورت او سیرت له نبوي سنتو سره برابر کړي.
وروسته د یاد وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس محب الله مخلص وویل: «د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د چا حیثیت ته سپکاوی نه کوي.» او زیاته یې کړه، چې د یو شمېر سوداګریزو اتحادیو له مسؤلانو سره مو خبرې کړي او رسمي مکتوبونه مو ورته لېږلي، چې خپل کارمندان په نبوي سنتو برابر کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت له لوري مولوي اسدالله فرید، انجنیر سید اسماعیل روحاني او مولوي داود حقاني د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رالېږل شوي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې زموږ د ۲۰ کلنې مبارزې موخه د اسلامي احکامو تطبیق کول وو. دغه راز د ټولنې اصلاح یې د لوړو زده کړو او امربا لمروف او نهی عن المنکر وزارتونو ګډ کار وباله او هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو رئیس صاحبان به خپلو کارمندانو ته یادې لارښوونې وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مسؤلانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري رالېږل شوي پلاوي څخه وغوښتل، چې پوهنتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د حجاب په اړه قراني ارشادات ، احادیث او اقوال چاپ او په مهمو ځاینونو کې ولګوي، تر څو د عامه ذهنیت په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.