د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو له لوري په ګډه د هېواد ټولو دیني مدارسو کلنۍ آزموینې، چې له تېرې شنبې ورځې پیل شوې وې، نن په بریالۍ توګه پای ته ورسېدې. 

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۴:۴۴
dslkfjlsdkfjsd


د عالیې او عالمیې مرحلې او خامسې درجې کلنۍ ازموینې د روان کال مرغومې میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل او د شپږو ورځو په موده  کې د یادو وزارتونو د رهبرۍ تر جدي څارنې لاندې، په ولایتونو کې د تحصیلي بنسټونو او پوهنې وزارت رئسانو او دیني جامعو مسؤلینو په همکارۍ په شفاف ډول پای ته ورسېدې.  
د دیني علماء کرامو له ازموینو څخه د لیدنې او څارنې په موخه د لوړو زده کړو وزیر د هېواد شمال زون بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هېواد جنوب لوېدیځ زون غزني، زابل اروزګان او کندهار ولایتونو او همدارنګه د دغه وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو مختلفو ولایتونو ته سفرونه وکړل او د ازموینو جریان یې له نیږدې وڅاره. 
یادې ازموینې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې هم مهاله پیل شوې، چې د دیني مدارسو شاوخوا ۴۸ زره  طالب العلمانو او فاضلانو ګډون پکې کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS