د لوړو زده کړو بنسټونو له مسوولانو سره د لوړو زده کړو وزیر ویډیو کنفرانس

baqir_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۵:۵۸
g

د لوړو زده کړو وزیر د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مشرانو ته د ویډیو کنفرانس له لارې د لوړو زده کړو اوونۍ بریالیتوب سره پای ته رسېدو له امله مبارکي وویله او په دې برخه کې یې د دوی له هڅو مننه وکړه.

په دې ناسته کې په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د دغه وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست په حضوري ډول او د زدکړیالانو چارو مرستیال په مجازي ډول شتون درلود، لومړی ډاکټر عباس بصیر د تروریستي پېښو او یا هم د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د پوهنتونونو د یو شمېر استادانو په مړینه او شهادت د لوړو زده کړو له کورنۍ سره خپله خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې له نېکه مرغه د لوړو زده کړو اوونۍ چې د ولسمشرۍ د سل ورځې او سل زېري پروګرام پر بڼسټ جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو په تحصیلي بڼسټونو کې د بېلابېلو پروژو په پرانیستلو سره په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

هغه د دې ترڅنګ چې د دې بریا مبارکي یې د هېواد تحصیلي بنسټونو ته ورکړه  ویې ویل چې له نېکه مرغه د هېواد ولسمشر د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي سره په کتنه کې د دې لارښوونه ورکړه چې په راتلونکو دوه کلونو کې د لوړو زده کړو سکټور ټولې اړینې زیربناوې بشپړ او په دې بڼسټونو کې د اوبو رسونې او برېښنا پروژو بشپړېدل به هم په پام کې ونیول شي.

د لوړو زده کړو وزیر د لوړو زده کړو له بنسټونو وغوښتل  چې د ولسمشر د لارښوونو پلي کولو لپاره او همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي چې علمي څېړنې، د تحصیلي نصاب پراختیا، بورسونه، د ماسټرۍ پروګرامونه رامنځته کول، غوره امنیتي تدابیر او زدکړیالانو خدمتونه پکې شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د زدکړیالانو د خدمتونو په برخه کې هغه څه چې تمه کېږي باید ترسره شي او هغه د حل لارې چې په دې برخه کې لري د تېرو وختونو په پرتله به توپیر ولري.

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS