د لوړو زده کړو د بنسټونو د رخصتۍ په اړه د لوړو زده کړو د وزارت خبرتیا!

baqir_admin
g

د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت د کابينې د ۱۳۹۹/08//26 نېټې د ۲۵مې شمېرې د پرېکړې له مخې، د کرونا ددويمې څپې د راتګ له کبله د لوړو زده کړو ټول پوهنتونونه، د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو موسسې (لېسانس، ماسټري او دوکتورا) د لېندۍ مياشتې له ۸مې نېټې څخه د روان کال د کب مياشتې تر ۵امې نېټې پورې رخصت دي.

د لوړو زده کړو ټول دولتي او خصوصي بنسټونه مکلف دي چې پاتې درسونو ته په غيرحضوري (انلاين ډول) ادامه ورکړي.

د حضوري درسونو د پيل او د دې سمستر د وروستيو ازموينو د اخيستو له پاره به محصلينو ته وروسته احوال ورکړل شي.

 

د لوړو زده کړو وزارت

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements