د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کانفرانس لپاره د مقالو د لنډيز استولو د مودې غځولو په اړه د کابل پوهتون ریاست خبرتیا!

د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د علمي کادر غړو، څېړونکو او ليکوالانو د زیاتو پرله پسې غوښتنو او پراخ هر کلي او د لوړو زده کړو د پياوړتیا د ملي کانفرانس د علمي کمېټې د پريکړې له مخې د علمي ـ څېړنيزو مقالو د لنډيز استولو نېټه د شلو ورځو لپاره يعني د ۱۴۰۱ هـ ش کال د مرغومي( جدي) میاشتي تر ۲مې نېټې وغځول شوه.
لازم به ذکر است که روند بررسی و داوری چکیده مقالات دریافتی آغازگردیده است. همچنان با این تمدید زمان، اعضای کادرعلمی نویسنده گان و محققان که علاقمندی به ارسال مقاله دارند می توانند ازاین فرصت استفاده نمایند.
د يادونې وړ ده، چې د ترلاسه شویو مقالو لنډيزونو څېړنې او اروزنې بهیر پيل شوی دی، همدارنګه ددې مودې په غځولو سره علمي کادر غړي، ليکوالان، څېړونکي چې د مقالو استولو علاقه لري، کولای شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.
ایمیل آدرس : د مقالو لېږل callforpapersku@gmail.com
د لا زیاتو معلوماتو په موخه د اړيکو شمېره: ۲۵۰۰۲۳۸
د مخکينۍ خبرتیا د مودې غځېدل (https://tinyurl.com/2cl88nzc )