د لوړو زده کړو رهبري شورا د پرېکړې پر بنسټ د (۱۱) خصوصي تحصیلي نهادونو جوازونه لغوه شول

naser_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۱۲:۴
Jsieixkkdk

 

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه، چې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د رهبري شورا غړي خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه چې موږ د خپلو هېوادوالو پر وړاندې مسؤلیت لرو، څو خپل کارونه پرته له غفلت په ښه توګه او په خپل وخت ترسره کړو.

 

همدا راز نوموړي د رهبري شورا غړو ته په چارو کې په اخلاص او صداقت ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو اعمالو او حرکاتو ته لا پاملرنه وکړي.

 

وروسته له اجنډا سره سم د (۱۱) خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د څارنې، ارزونې او جوازونو د لغوې پر موضوع هر اړخیز او دقیق بحث وشو او په پایله کې د علمي، تدریسي او اداري اصولو ته نه ژمنتیا، خیالي قراردادي استادانو شتون، د خیالي محصلینو درلودل، د اصولو مطابق د رهبرۍ او اداري کارکوونکو نه درلودل، د صنفونو حاضرۍ او ازموینو شقو نه درلودل او یا یې هم له اصولو سره سم نه برابرول، د اړینو تدریسي امکاناتو او یو لړ نورو مکررو سرغړونو پر بناء، په غزني کې سلطان محمود غزنوي، فراه کې ابونصر، بادغیس کې حنظله او حکمت، تخار کې فجرستان، کندز کې نمر، بغلان کې رویان او قدس، بلخ کې سادات، سمنګان کې مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث لوړو زده کړو مؤسسو د فعالیت جوازونه لغوه شول.

 

همدارنګه د رهبري شورا غړو پرېکړه وکړه چې د یادو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلین او رهبري عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي. 

 

په همدې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت اړوندو بیه لرونکو اسنادو د قیمت معیاري کولو، د امارتي تحصیلي نهادونو په علمي مجلو کې د چاپ او خپرولو څخه عوایدو، د خصوصي تحصیلي نهادونو د استادانو تقرر پروسې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. 

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت اړوندې چارې او مسؤلیتونه د رهبري پلاوي د جدي پاملرنې او کارونو څخه د دوامداره نظارت او تعقیب په پایله کې په خورا ښه ډول پر مخ ځي، چې ورځ تر بلې د لا پرمختګ او پیاوړتیا پر لور ګامونه اخلي .

 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الثاني ۹ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د قوس ۲۱مه

۲۰۲۴ م، د دسمبر ۱۱مه

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۰:۲
Background image

د کابل او پکتیا زون د علماء کرامو د عالمیې مرحلې ازموینې پایلې

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست د کابل او پکتیا زون د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو ارزونې د دویم پړاو د نظر ثاني پایلې اعلان کړې دي.

پایلې د لاندې لینک له . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۸:۵۸
Background image

فرنیچري تجهيزاتو پروژې اعلان

میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده کړو مؤسسه ټول هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي؛  ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د فرنیچري تجهيزاتو پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبي کې ګډون وکړي . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۶:۲۰
Background image

په دغه ښوونیز ورکشاپ کې چې د لوړو زده کړو وزارت د مالي او حسابي ریاست له خوا د مالیې وزارت په همکارۍ جوړ شوی و، د هېواد د بېلابېلو زونونو د امارتي تحصیلي نهادونو او دیني جامعاتو د مالي برخو یو شېمر کارکوونکو ګډون کړی و.

د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، په تحصیلي بنسټونو کې د معاشاتو (AFMIS) سیسټم کارولو او اهمیت په اړه خبرې وکړې.

ه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۲:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوگر ولايت جهادي مدرسې په فراغتغونډه کې گډون او وينا وکړه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم لوګر ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دغه ولایت جهادي مدرسې د طالب العلمانو په فراغتغونډه کې په ټولنه کې د علماء کرامو پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۵:۴۴
Background image

مالي او اداري معین د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پیل شویو پروژو څخه لیدنه وکړه

 

په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د داخلي سړکونو جوړولو، د فامیلیانو او پوهنتون ترمنځ د دیوال جوړولو او د تجربوي بلاکونو د ترمیم بېلابېلو پروژو چارې روانې دي، چې د لوړو زده کړو وزارت. . .

BACK TO NEWS