د لوړو زده کړو رهبري شورا د پرېکړې پر بنسټ د (۱۱) خصوصي تحصیلي نهادونو جوازونه لغوه شول

naser_admin
Wed, Dec 11 2024 12:04 PM
Jsieixkkdk

 

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په مشرۍ تر سره شوه، چې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د رهبري شورا غړي خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یې کړه چې موږ د خپلو هېوادوالو پر وړاندې مسؤلیت لرو، څو خپل کارونه پرته له غفلت په ښه توګه او په خپل وخت ترسره کړو.

 

همدا راز نوموړي د رهبري شورا غړو ته په چارو کې په اخلاص او صداقت ټینګار وکړ او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو اعمالو او حرکاتو ته لا پاملرنه وکړي.

 

وروسته له اجنډا سره سم د (۱۱) خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د څارنې، ارزونې او جوازونو د لغوې پر موضوع هر اړخیز او دقیق بحث وشو او په پایله کې د علمي، تدریسي او اداري اصولو ته نه ژمنتیا، خیالي قراردادي استادانو شتون، د خیالي محصلینو درلودل، د اصولو مطابق د رهبرۍ او اداري کارکوونکو نه درلودل، د صنفونو حاضرۍ او ازموینو شقو نه درلودل او یا یې هم له اصولو سره سم نه برابرول، د اړینو تدریسي امکاناتو او یو لړ نورو مکررو سرغړونو پر بناء، په غزني کې سلطان محمود غزنوي، فراه کې ابونصر، بادغیس کې حنظله او حکمت، تخار کې فجرستان، کندز کې نمر، بغلان کې رویان او قدس، بلخ کې سادات، سمنګان کې مولانا جلال الدین بلخي او په هرات کې د الغیاث لوړو زده کړو مؤسسو د فعالیت جوازونه لغوه شول.

 

همدارنګه د رهبري شورا غړو پرېکړه وکړه چې د یادو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلین او رهبري عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي. 

 

په همدې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت اړوندو بیه لرونکو اسنادو د قیمت معیاري کولو، د امارتي تحصیلي نهادونو په علمي مجلو کې د چاپ او خپرولو څخه عوایدو، د خصوصي تحصیلي نهادونو د استادانو تقرر پروسې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. 

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو وزارت اړوندې چارې او مسؤلیتونه د رهبري پلاوي د جدي پاملرنې او کارونو څخه د دوامداره نظارت او تعقیب په پایله کې په خورا ښه ډول پر مخ ځي، چې ورځ تر بلې د لا پرمختګ او پیاوړتیا پر لور ګامونه اخلي .

 

نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادي الثاني ۹ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د قوس ۲۱مه

۲۰۲۴ م، د دسمبر ۱۱مه

Latest news

Tue, Jul 22 2025 8:50 AM
Background image

An advanced and well-equipped electronic library worth 1,782,000 Afghanis inaugurated at Al-Biruni University

This library was set up with financial support from the Ministry of Higher Education. During the opening ceremony, Mufti Waqayatullah Waqar Hanafi, the Chancellor of Al-Biruni. . .

Tue, Jul 15 2025 4:56 PM
Background image

Meeting of the Commission for private Universities and Higher Education Institutions Hold

During the meeting, the Acting Minister of Higher Education, Honorable Sheikh ul Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem, emphasized the importance of discipline in the country’s education. . .

BACK TO NEWS