د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ته د خپل سفر پر مهال په کندهار پوهنتون کې دوې پروژې له تکمیل وروسته افتتاح کړې.

د کندهار پوهنتون دویمې دروازې او ټرانسپورټ نقلیه وسایطو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي نداء محمد ندیم صاحب لخوا په پټۍ پرېکولو سره وسپارل شوې. په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ مولوي نداء محمد ندیم یادې پروژې د کندهار پوهنتون لپاره حیاتي وبللې او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به په بېلابېلو تحصیلي بنسټونو کې ور ته نورې رغنيزې او پراختیایي پروژې پېل کړي.
د کندهار پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالستار حقاني د پروژو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې د پوهنتون دویمه لویه دروازه د دوه میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په ارزښت جوړه او د ټرانسپورټ د نقلیه وسایطو د بیا ترمیم پروژه چې څوارلس موټران وو د اووه سوه زره افغانیو په ارزښت ترمیم شول.