د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د افغان نړیوال پوهنتون د استادانو په نمونوي تدریس (ډيمو) ازموینه کې ګډون وکړ

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۷:۲۵
Y

۱۴۴۳/۱۲/۳
۱۴۰۱/۴/۱۱
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د افغان نړیوال پوهنتون د استادانو په نمونوي تدریس (ډيمو) ازموینه کې ګډون وکړ. 
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ازموینې په پیل کې وویل، چې موږ د بهرنیو هېوادونو د علمي کادرونو د تجروبو په همکارۍ سره د افغانستان پوهنتونونو په ځانګړي ډول افغان نړیوال پوهنتون د کیفیت لوړولو په هڅه کې یو او زیاته یې کړه چې ترکیې او ځينو نورو اسلامي هېوادونو ژمنه راسره کړې، چې د تدریس لپاره خپل استادان افغانستان ته راواستوي. دغه راز نوموړي د افغان نړیوال پوهنتون د علمي کادر د ازموینې پر روڼتیا ټينګار وکړ او پخپله یې د دغې ازموینې څخه څارنه وکړه. 
د یادولو وړ ده چې نن د افغان نړیوال پوهنتون له یو شمېر هغو استادانو څخه د نمونوي تدریس (ډيمو) ازموینه واخیستل شوه، چې مخکې په تحریري او تقریري ازموینه کې بریالي شوي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS