د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یوه خبري کنفرانس له لارې د دې وزارت یو کلنې لاسته راوړنې له رسنیو او هېوادوالو سره شریکې کړې.

nasir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۰:۲۹
dsvsdfbdfs

۱۴۴۴/۱/۱۸

۱۴۰۱/۵/۲۵

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه چې د ا.ا.ا د رسنیو مرکز د غونډو په تالار کې برابره شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د وزارت مقام د دفتر رئیس عرفان الله عباد، د لوړو زده کړو وزارت ویاند مولوي خالقداد احمد تقي، د وزارت  یو شمېر مسؤلینو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د یاد خبري کنفرانس پرمهال وویل: «دا چې د یوه هېواد پرمختګ په ښه تحصیل سره کېدای شي؛ نو موږ تر بل هر چا دې برخې ته زیاته توجه کوو.»

ښاغلي حقاني له رسنیو سره د لوړو زده کړو وزارت ځینې مهمې لاسته راوړنې شریکې کړې او ویې ویل چې له فتحې وروسته مو بې له کومو ضایعاتو لوړو زده کړو وزارت او ټول تحصیلي بنسټونه تر خپل کنټرول لاندې راوستل، تر لږ ځنډ وروسته لومړی په خصوصي او بیا په دولتي پوهنتونونو کې درسي بهیر پیلول، اوسنیو اړتیاوو ته په کتلو سره د تحصیلي نصاب بیا کتنه او ترتیب، د دیني اسنادو ارزیابي او معادلت، د سرطاني ناروغیو روغتون رامنځته کول، د دیني مدارسو د اسنادو ارزونه او معادلت، د تدریسي روغتونونو تجهیز او اکمال، د نویو استادانو تقرر، د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه بهر ته د استادانو لېږل او ګڼې نورې لاسته راوړنې.

سرپرست وزیر له دې امله خوښي څرګنده کړه، چې له فتحې وروسته د کابل پولي تخنیک او ننګرهار پوهنتونونو نړیوال ژورنالونه رامنځته او تایید شول او همدارنګه ۸ نور پوهنتونونه هم نړیوالو ژورنالونو ته نوماند دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړه: «موږ د لوړو زده کړو د پیاوړتیا لپاره، د نړیوالو مرستو د جذب په موخه ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړل او ښې لاسته راوړنې مو درلودې؛ خو متاسفانه ملګرو ملتونو یوه ناسمه پرېکړه وکړه او زموږ پر سفرونو یې بندیزونه ولګاوه، چې دا د دې ښکارندوی دی چې ځیني بهرنۍ کړۍ نه غواړي د افغانستان تحصیلي ډګر پیاوړی شي؛ خو موږ په خپل ټول توان سره هڅه کوو، چې دا برخه پیاوړې کړو او خپلو کوښښونو ته به دوام ورکوو.»

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مقام د دفتر رئیس عرفان الله عباد د دې وزارت ځینو نورو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، چې د استادانو ظرفیت لوړونې په موخه ګڼ شمیر استادان د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته استول شوي دي.

همدا راز هغه استادان چې په نورو هېوادونو کې یې زده کړې بشپړې کړې وې، د راتګ زمینه مو ورته برابره کړه او پر دندو وګمارل شول او فعلاً په تدریس بوخت دي.

د خبري کنفرانس په وروستیو کې د راغلو خبریالانو او رسنیو استازو له لوري پوښتنې وشوې، چې د مسؤلینو له لوري ځوابونه ورکړل شول.

 

د غونډې پای ته رسېدو سره سم، د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړېکو ریاست له لوري د وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنو ترتیب او چاپ شوې ټولګې د رسنیو له مسؤلینو سره شریکې شوې؛ ترڅو د لوړو زده کړو وزارت اړوند له هر اړخېزو معلوماتو برخمن شي.

 دستاورد های وزارت تحصیلات عالی طی یک سال که گذشت نهای بخش دری و پشتو 1401 -1443

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شو

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د روژې مبارکه میاشت د صبر، اخلاص او صدقې میاشت ده او پکار ده چې د اسلام د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۸:۲۱
Background image

د لوړو زده کړو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه هوکړه لیک چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص له لوري لاسلیک شوی دی. د دواړو نهادونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۶:۳۶
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د یوناما له مرستیال اندریکا راتواته سره وکتل.

 

محترم سرپرست وزیر د یوناما مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل خوښ یم چې د افغانستان واقعي وضعیت له نېږدې وینی. او دا ډېره مهمه ده څو نړیوالو ته د افغانستان ریښتینی حالت ورسېږي.

. . .

BACK TO NEWS