د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ د هېواد د لوړو زده کړو لپاره د مرستو راجلبولو په موخه، نن ماښام د ترکیې هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۶ - ۴:۱۳

۱۴۴۳/۱۱/۱۵

۱۴۰۱/۳/۲۵

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د یوه پلاوي په مشرۍ د هېواد د لوړو زده کړو لپاره د مرستو راجلبولو په موخه، نن ماښام د ترکیې هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

په پام کې ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر به د دغه سفر پر مهال د ترکیې تحصیلي سکټور له مسؤلانو سره وګوري او د افغانستان د تحصیلي نظام د ځواکمنتیا، د تحصیلي بورسونو زیاتولو، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو تر منځ د اکاډمیکو همکاریو او ګډو څېړنیزو پروژو په برخه کې د یاد هېواد د مرستو راجلبولو په موخه د دغه هېواد له یو شمېر چارواکو سره وګوري.

د یادولو وړ ده چې په دغه سفر کې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز او د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر مسؤلان ملتیا کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS