د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د جمهوري اسلامي پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۰:۲۴

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د جمهوري اسلامي پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره وکتل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې. په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ ښو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان او پاکستان سربېره پر ګاونډیتوب ډېر دیني او کلتوري مشترکات لري، چې له هغو څخه په ښه ګټه اخیستنې په اکاډمیکو، اقتصادي او نورو برخو کې له یوبل سره همکارۍ کولی شي. په پای کې دواړو اړخونو د افغانستان پوهنتونو د استادانو ظرفیت لوړو لپاره د لنډمهاله رزونیزو پروګرامونو او همدارنګه د لوړو زده کړو په موخه د هغو ۳۰ تنو استادانو د استولو په اړه خبرې وکړې، چې پخوا یې په اړه بحثونه شوي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS