د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ترکیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال په جلا جلا لیدنو کې د مولانا جلال الدین

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۳۰ - ۶:۱۱
s

۱۴۴۳/۱۱/۱۹

۱۴۰۱/۳/۲۹

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي ترکیې ته د خپل رسمي سفر پر مهال په جلا جلا لیدنو کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي او شمس تبریزي له مدرسو او همداراز د قونیې ښار دیني تخصصاتو له مرکز څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د مولانا جلال الدین محمد بلخي او شمس تبریزي د مدارسو له مدرسینو، زده کوونکو، کتابتونونو او چاپېریال څخه د لیدنې تر څنګ، د یادو مدرسو له مسؤلینو سره د افغانستان او ترکیې د ګډو کلتوري ارزښتونو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه نوموړي د قونیې ښار د دیني تخصصاتو مرکز له مسؤلینو، استادانو او کتابتون څخه د لیدنې سربېره په دغه ښار کې له هغو افغان محصلینو سره هم وکتل، چې د دغه ښار په مختلفو تحصیلي مرکزونو کې په دیني زده کړو بوخت دي.

همداراز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه سفر په جریان کې د ترکیې هېواد د زراعتي پوهنتون له مختلفو فارمونو څخه د لیدنې پر مهال، په دغه برخه کې د هغوی کار ولید او تجربې یې واورېدې. نوموړي په علمي، څېړنیزو، اقتصادي او کرنیزو برخو کې د یاد هېواد له پوهنتونونو او علمي مرکزونو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS