د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د تدریسي روغتونونو او کابل پوهنتون له لیلیې څخه لیدنه وکړه

۱۱ / ثور / ۱۴۰۱ هـ ش
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د تدریسي روغتونونو او کابل پوهنتون له لیلیې څخه لیدنه وکړه.
د نېکمرغه کوچني اختر په لومړۍ ورځ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست الحاج مولوي عبدالباقي "حق اني" او ورسره مل پلاوي د مرکز په تدریسي روغتونونو کې له ناروغانو، ډاکټرانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره وکتل او د ناروغانو د پوښتنې سربېره یې طبي، اداري او خدماتي کارکوونکو او ناروغانو ته د هېواد له بشپړې آزادۍ وروسته د لومړي نېکمرغه اختر مبارکي وویله.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت ذکر شوي پلاوي د کابل پوهنتون د لیلیې له محصلینو سره وکتل او د نېکمرغه اختر مبارکي یې ورکړه. په نوموړې لیدنه کې محصلینو د وزارت له نوي مشرتابه څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د تېر په نسبت د دوی لپاره ډېرې آسانتیاوې برابرې شوي, په پای کې محترم وزیر صاحب په یاده لیلیه کې د نورو آسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په تدریسي روغتونونو کې له ټولو موجوده ناروغانو، ډاکټرانو، اداري او خدماتي کارکونکو او د کابل پوهنتون په لیلیه کې له محصلینو سره نغدي مرسته وکړه، ستونزې یې واورېدې او لازمې لارښوونې یې ورته وکړې.