د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي شمال زون ته د خپل رسمي سفر په دوام کې د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یادې لیدنې پر مهال، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو او د سمنګانو والي مولوي عبدالاحد حاجي فضلي صاحب یې هم ملتیا کوله، د یادې مؤسسې له مسؤلینو او استادانو سره په ناسته کې د ځوان نسل پر سالمې روزنې ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په سمنګانو ولایت کې د لوړو زده کړو وزارت پالیسۍ او پروګرامونه په پوره اخلاص سره عملي کړي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده مؤسسه کې د یوه محراب مسجد د جوړولو ډبرې کېښوده او د کتابتون د نیمه کاره ودانۍ د جوړولو ژمنه یې ورسره وکړه.
همدارنګه د سمنګان لوړو زده کړو مؤسسې مسؤلینو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ورتګ خوښي وښوده او ویې ویل چې په تېرو دیارلسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د لوړو زده کړو وزیر زموږ له مؤسسې څخه لیدنه کوي.
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۴/۴/۲۶هـ.ق ۱۴۰۱/۸/۳۰هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۱م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر