د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي شمال زون ته د خپل کاري سفر په دوام کې د هېواد شمال شرق تحصیلي بنسټونو له استادانو سره په کندوز پوهنتون کې ناسته وکړه.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د علم د پرمختګ لپاره کار کول د هېواد او ولس اړتیا وبلله او ویې ویل ؛دا هغه څه دي چې زموږ هېواد د بهرنیانو له احتیاجه رایستلی شي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د شمال شرق زون له استادانو وغوښتل چې د غربیانو د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي او د خپل نظام تر شا ودریږي. نوموړي زیاته کړه چې دا ستاسو په خوښه او ستاسو له عقیدې سره سم نظام دی، د حاکمیت د ټینګښت لپاره یې کار وکړئ او د علم په ډګر کې یې وځلوئ.
وروسته د هېواد شمال شرق زون استادانو د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره خپلې مشورې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ چې په خپل ټول توان سره به د هېواد د ځوان نسل د سالمې روزنې لپاره هڅې وکړي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۴/۲۷هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۲م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر