د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي کاپیسا ولایت ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې له البیروني پوهنتون څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د البیروني پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو، د کاپیسا والي او د ولایت مقام له نورو مسؤلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.
په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې پوهنتون باید له مادي او معنوي پلوه پرمختګ وکړي او د تحقیقاتو برخه، چې له پامه غورځول شوې، پیاوړې کړو.
نوموړي زیاته کړه: «له ډېرو هڅو وروسته په دې وتوانېدو چې په ریاست الوزرا د ۲۵ امارتي تحصیلي بنسټونو لپاره د څېړنې معاونیتونه منظور کړو او په نورو پوهنتونونو کې یې هم د ایجاد هڅه کوو.»
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د البیروني پوهنتون استادانو ته وویل چې الله تعالی تاسو ته د پوهې ستر نعمت درکړی او دا ستاسو پر غاړه یو امانت دی چې خپل استعدادونه محصلینو ته ولېږدوئ او په دیني او ملي ارزښتونو سنبال ځوانان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړئ.
وروسته د کاپیسا والي قاري احسان بریال او مرسیتال والي مولوي اسدالله سنان د البیروني پوهنتون استادان وستایل او ویې ویل چې په سختو شرایطو کې یې د هېواد د بچیانو روزنه کړې او په کاپیسا کې یې د لوړو زده کړو د ځواکمنتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه د البیروني پوهنتون رئیس پوهنوال دوکتور احسان الحق نیازي او د استادانو په استازیتوب د حقوقو پوهنځی رئیس د یاد پوهنتون او استادانو یو شمېر ستونزې لکه؛ د لیلیې نیمه کاره ودانۍ د تکمیل، د کفتریا د نشتون، تدریسي روغتون لپاره د ودانۍ نشتون، د تدریسي بلاکونو کمښت او د غونډو تالار د نشتون ستونزې شریکې کړې، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ستونزو د حل ژمنه ورسره وکړه.