د لوړو زده کړو سرپرست وزیر بغلان ولايت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د جامعه دارالعلوم حقانيه مدرسې د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ:

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۵:۶
188496121


د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم  په یادو مراسمو کې د طلباء کرامو او حافظانو په فراغت خوښي وښوده او د شل کلن دور پر مهال يې د بغلان د غيور او مجاهد اولس د مبارزې او قربانۍ ستاينه وکړه.  نوموړي علماوو ته په خطاب کې وویل چې اوس مهال تاسو ته په افغانستان کې د حق ویلو تر ټولو ښه زمینه برابره ده او زیاته یې کړه: «تاسو ته د اسلامي امارت امیر د حق په ویلو امر کوي، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکول کېږي.»
همداراز د دیني علومو پر ارزښت وغږېد او زیاته یې کړه چې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره پوهه او علم اړین دی؛ ترڅو د هغه په رڼا کې خپلې کړنې ترسره کړي.
نېټه: پنجشنبه
۶/۷/۱۴۴۵هـ ق ۲۸/۱۰/۱۴۰۲هـ ش ۱۸/۱/۲۰۲۳م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ماسټري برنامو ۹ څانګو څخه ۲۱۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

 

په همدې مناسبت جوړه شوې فراغتغونډه کې د چارو ادارې لوی رئیس، د لوړو زده کړو وزارت علمي او مالي او اداري چارو معین صاحبانو، د پوهنې وزارت د کیفیت لوړاوي معین، د مرکزي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۳:۵۵
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د غزني پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، په دغه پوهنتون کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه افتتاح او دوې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم غزني ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د غزني پوهنتون پنځو پوهنځيو څخه د ۳۹۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۴۳
Background image

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په ننګرهار پوهنتون کې د مرکزي لیلیې د شپږو بلاکونو د ترمیم او بیارغونې چارې روانې دي


د یاد پوهنتون د مرکزي لیلیې ۶ بلاکونه، چې له تېرو څو کلونو راهیسې ترې استفاده نه کېده او ځینې برخې یې تخریب شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې څخه ترمیمېږي.
یاد بلاکونه ټولټال ۱۴۴. . .

BACK TO NEWS