د لوړو زده کړو سرپرست وزیر جنوب ختیځ زون ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دغه زون علماء کرامو، د تحصیلي بنسټونو مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او مخورو شخصیتونو سره د خوست ولایت مقام کې ناسته وکړه.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۵:۲۳
efgfhsd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د خوست ولايت والي، والی مرستيال، د خوست شیخ زاید، لوګر، پکتیا او پکتیکا تحصیلي بنسټونو له مشرتابه پلاوي، استادانو، محصلینو او د یادو ولایتونو له علماء کرامو او مخورو ولسي شخصیتونو سره په ناسته کې د یاد زون د ځوان نسل پر سالمې روزنې ټینګار وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د علم د پرمختګ او اسلامي نظام د ټینګښت په برخه کې خپلې مشورې ورسره شریکې کړي.  

همدارنګه په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له علماء کرامو وغوښتل چې د اسلام د دښمنانو د دسیسو شنډولو په برخه کې له خپل نظام سره همکاري وکړي او زیاته یې کړه چې موږ د ژوند په هره برخه کې علماء کرامو ته اړتیا لرو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په هېواد کې د پاته شویو استادانو نېک احساس او وطنپالنه وستایله او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې نظام به یې ستونزې حل او د تدریس لپاره به زمینه ورته برابره کړي. 

همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ا.ا.ا د پالیسیو پر عملي کولو د ټینګار تر څنګ، علماء کرام، استادان او محصلین د نظام ملاتړ ته راوبلل او ترې ویې غوښتل چې د خپل نظام د ټینګښت لپاره صادقانه کار وکړي. 
همداراز په یاده غونډه کې خوست،لوګر،پکتیا،پکتیکا ولايتونو په نمايندګي علماء کرامو هم خپلی مشورې او وړانديزونه وزیر صاحب ته وړاندې کړل. 
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۴/۵/۱۸هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۱.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۲م

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS