د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د امامانو د ستاژ، د سیرت الني صلی الله علیه وسلم د پایلو اعلان او د دغه وزارت د عربي ژبې انسټیټوټ څخه د فارغانو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یادو مراسمو کې د امامت پر ارزښت خبرې وکړې او امامت یې له وقار او عزت څخه ډک مسؤلیت وباله.
هغه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت امامانو ته په خطاب کې وویل چې اوسمهال تاسو ته په افغانستان کې د حق ویلو تر ټولو ښه زمینه برابره ده او زیاته یې کړه: «تاسو ته د اسلامي امارت امیر د حق په ویلو امر کوي، په داسې حال کې چې ډېری هېوادونو کې علماوو ته د حق ویلو اجازه نه ورکول کېږي.»
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې د اسلام په پوهه کې عربي ژبه مهمه ده او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت یې د جهالت د تیارو پر وړاندې ځلانده روښنایي یاده کړه.
د مراسمو په پای کې د عربي ژبې، سیرت الني صلی الله علیه وسلم او امامانو لومړي، دویم او درېیم نومره ته ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.