د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ازبېکستان هېواد علماوو راغلي پلاوي سره وکتل

nasir_admin
جمعه ۱۴۰۳/۸/۴ - ۸:۱۵

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د ناستو په تالار کې، په داسې حال چې د لوړو زده کړو وزارت علمي او د محصلانو چارو معین صاحبانو، د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو او د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو هم حضور درلود، د ازبېکستان هېواد څخه راغلو علماوو پلاوي سره وکتل.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده لیدنه کې د ازبېکستان هېواد علماوو پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا ښه والي ټينګار وکړ او ویې ویل: «افغانستان له ازبېکستان سره ګډو علمي همکاریو ته تیار دی.» 

 

سرپرست وزیر ازبېکستان د علم او فرهنګ زانګو وبلله او په وینا یې ازبېکستان ستر علمي او فرهنګي شخصیتونه لري. هغه زیاته کړه، چې افغانستان او ازبېکستان دیني، کلتوري او ژبني مشترکات لري.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یاد پلاوي ته د افغانستان د تحصیلي نظام په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې الحمدالله د دیني علومو د تخصص لپاره دیني جامعات او د عصري علومو د پرمختګ لپاره د فوق لېسانس ډېرې برنامې ایجاد شوې دي، چې په دواړو برخو کې د پام وړر لاسته راوړنې لرو. 

 

همدارنګه د ازبېکستان هېواد د علماوو پلاوي مشر شیخ نورالدین خالق نظر له افغانستان سره د ازبېکستان هېواد د همکاریو په اړه معلومات ورکړل او د دواړو هېوادونو تر منځ یې ګډې علمي همکارۍ اړینې وبللې. 

 

د یادونې وړ ده چې د ازبېکستان هېواد د علماوو ۱۵ کسیز پلاوی د ا.ا.ا په رسمي بلنه افغانستان ته راغلی، نن ورځ یې د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره تعرفي ناسته او د کابل پوهنتون له علمي برخو څخه لیدنه هم وکړه. 

 

نېټه: پنجشنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۲۱ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۳مه

۲۰۲۴م، د اکتوبر۲۴ مه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS