د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغان نړیوال پوهنتون د طب، انجنیرۍ او زراعت فوق لېسانس برنامو د تحصیلي نصاب د ترتیب او چمتو کولو کلستر استادانو ته وینا وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د وینا په پیل کې د کلستر له استادانو مننه وکړه، چې زحمت ګالي او د افغان نړیوال پوهنتون د فوق لېسانس برنامو لپاره نصاب ترتیب او چمتو کوي.
دغه راز ښاغلي حقاني هغه استادان د هېواد اصلي بچیان یاد کړل، چې په اوسني وخت کې له خپلو هېوادوالو سره ګډ ژوند ترسره کوي او د دوی اولادونو ته روزنه ورکوي.
همدارنګه سرپرست وزیر د علم پر اهمیت خبرې وکړې او د افغان استادانو له لوري د افغان نړیوال پوهنتون لپاره تیارېدونکی نصاب یې مهم یاد کړ.
ده زیاته کړه، چې دا نصاب د هېواد اوسنیو اړتیاوو ته په کتلو، په ملي او دیني فکر چمتو کېږي، ځکه د افغانانو لپاره مهم دی.
د وینا په وروستیو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ټولو هېوادوالو ته زېری ورکړ، چې د افغان نړیوال پوهنتون په فعالیت سره به د افغانانو په تحصیلي ډګر کې شته تشه ډکه شي.