د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د ختیځو څلورو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو او د ننګرهار پوهنتون محصلینو سره جلا جلا ناستې ترسره او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۰ - ۶:۴۰
fdgf

په یاده راټولېدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د دولتي سکتور په څېر د خصوصي سکتور په ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د لوړو زده کړو په برخه کې یې ټول هغه خنډونه له منځه وړي، چې د دوی د پرمختګ مخه یې ډب کړې وه.
سرپرست وزیر همدا راز د یادو مسؤلینو ستونزو او وړاندیزونو د اورېدلو تر څنګ د دغو پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو تر منځ د علمي څېړنو کنسورشیم پرانیسته وکړه او د ده په حضور کې د ختیځو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر منځ د څېړنو په برخه کې د ګډو همکاریو تړونونه لاسلیک شول.

په یادو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال، د دولتي پوهنتونونو په استازیتوب د لغمان پوهنتون رئیس پوهنیار محب الله هدایت او د خصوصي پوهنتونونو په استازیتوب د یادو پوهنتونونو د اتحادیې د عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محمد کریم ناصري نور هغه ګډونوال وو، چې په خپل نوبت یې خبرې وکړي.

بل لور ته ښاغلي حقاني د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلیې په جامع مسجد کې د محصلینو سره ناسته وکړه او د هغوی وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.
سرپرست وزیر یاد محصلین خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل او زیاته یې کړه، چې محصلین باید خپل مسؤلیت او رسالت درک او په ښه توګه اداینې سره خپله غاړه د الله (ج) او ولس په وړاندې خلاصه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۰:۳
Background image

په کندهار پوهنتون کې د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ پاتې چارې پیل شوې 

د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت په کندهار پوهنتون کې د ٧.٥ میلیونه افغانیو په ارزښت د انجنیري پوهنځي د نیمه کاره ودانۍ د پاتې چارو او همدارنګه د یاد پوهنځي محصلینو د عملي کارونو ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۳:۴۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه، په پیل کې د یاد وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د وخت پر ارزښت او. . .

BACK TO NEWS