د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې له مشرتابه سره وکتل.

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو هڅې او خدمتونه وستایل او ویې ویل، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري په دې برخه کې هڅې کوي، ترڅو د خصوصي تحصیلي بنسټونو د ښې ودې او پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې رئیس استاد شاکر وحیدي خبرې وکړې او د دې ریاست د ارزونې چک لسټونو څرنګوالي په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
په ناسته کې د خصوصي تحصیلي بنسټونو د اتحادیې رئیس احمد طارق کمال د خصوصي تحصیلي بنسټونو په استازولۍ د یادو بنسټونو شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه یې وړاندې کړل، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لورې د یادو ستونزو د حل او د همکاریو ډاډ ورکړل شو.