د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو سفرونو پر دوام، په پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۶:۳۸
Hsjkskdjjdjejsns

په یاده غونډه کې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد، امنیه قومندان مولوي محمد شریف حلیمي، د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه پلاوي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په دغه غونډه کې محصلینو ته سپارښتنه وکړه: چې خپلو زده کړو ته ښه پلان جوړ او خپل وخت ضایع نه کړي.

 

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام وویل: چې اسلام د احترام او ادب دین دی او له محصلینو څخه یې وغوښتل چې د خپلو استادانو او مشرانو احترام وکړي او د خپلو پلرونو په شان یې وګڼي. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسې محصلینو ته وویل: چې تاسو د هېواد، نظام او خپلو کورنیو لپاره ډېر مهم خلک یاست او خپلې هیلې یې په تاسو پورې تړلي دي. 

 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د ربیع الثاني ۱۹ مه

۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۱

۲۰۲۴م، د اکتوبر۲۲ مه

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۴۷
Background image

د امارتي او خصوصي تحصیلي نهادونو شپږو علمي مجلو ته جوازونه ورکړل شول


د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست د روان ۱۴۰۴هـ.ش کال په جوزا میاشت کې د هېواد په تحصیلي نهادونو کې د علمي څېړنو عامولو او معیاري کولو په موخه، شپږو علمي څېړنیزو مجلو ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۴۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د دې پوهنتون مېلمستون هم پرانیست

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسؤولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۶:۵۳
Background image

د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ نن پای ته ورسېد.

 

په کابل پوهنتون کې د یو شمېر امارتي تحصیلي نهادونو استادانو لپاره د تضمین کیفیت نوي چوکاټ په اړه جوړ شوی شپږ ورځنی ورکشاپ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ګډون سره نن پای ته ورسېد

 

د. . .

BACK TO NEWS