د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپل کاري سفر پر دوام د شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنتون د نویو استادانو د ډېمو (عملي تدریس کنفراس) یې له نږدې وڅاره.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، چې د هېواد بېلابېلو ولایتو ته یې سفر پیل کړی، د خپل کاري سفر پر دوام یې د شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړه او په یاد پوهنتون کې یې د اسلامي ثقافت لپاره د استادانو په ډېمو (عملي تدریس کنفرانس) کې ګډون وکړ.
سرپرست وزیر د شیخ زاید پوهنتون مسؤلینو او د رسنیو استازو سره په خبرو کې وویل: « یاد پوهنتون ته د ورتګ موخه یې د دغه پوهنتون د تحصیلي بهیر له نږدې څخه لیدنه، ستونزو او مشکلاتو ته د حل لارو پیدا کول او د اسلامي ثقافت د نویو رامنځ ته شویو بستونو لپارد استادانو وروستي کنفرانسونو کې ګډون کول دي.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو ګمارنو د شفافیت ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه، چې د دغو استادانو جذب د یوې ټاکلې کمېټې لخوا د هر پوهنتون له اړوندو ډېپارټمنټونو سره په همکارۍ ترسره کېږي.
د یادونې ده، چې د شیخ زاید پوهنتون د اسلامي ثقافت بستونو لپاره له نوماندانو څخه تحریري، تقریري، مسلکي او د عربي ژبې ازموینې اخیستل شوې وې او بریالیو نوماندانو خپلې ډېموګانې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په حضور کې وړاندې کړې او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.