د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لغمان ولایت علماو او سپین ږیرو په غوښتنه په لغمان پوهنتون کې د شپې پوهنځی منظور کړ.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۵:۴۲
sdfsd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، چې د لغمان پوهنتون تحصیلي وضیعت څارنې او ارزونې په موخه یې لغمان ولایت ته سفر کړی، په لغمان پوهنتون کې یې د دغه ولایت یو شمېر علماو او سپین ږیرو سره ناسته وکړه او د دوی غوښتنې یې واورېدې.
سرپرست وزیر سره په ناسته کې د لغمان ولایت علماو او سپین ږیرو د نورو غوښتنو ترڅنګ د لغمان پوهنتون د شپې پوهنځي د پیل غوښتنه وکړه، چې نوموړي یې غوښتنه ومنله او په لغمان پوهنتون کې یې د شپې پوهنځی منظور کړ، چې د بیالوژي، پښتو، انګلیسي او فزیک څانګې به ولري.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS