د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هرات ولایت زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره وکتل او په دغه وزارت او تحصیلي بنسټونو کې راټولې شوې مرستې یې ولايتي مسؤولينو ته وسپارلې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د زنده جان ولسوالۍ له زلزله ځپلو سره له نیږدې وکتل، د هغوی ستونزې او حالت څخه یې له نیږدې لیدنه وکړه. دغه راز د لوړو زده کړو وزارت په مرکزي ادارو او تحصیلي بنسټونو کې راټولې شوې مرستې یې د یاد ولایت مسؤلینو ته وسپارلې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د زلزلې له زیانمنو سره د خواخوږۍ تر څنګ، هغوی ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به تر خپله توانه مرسته ورسره کوي او د ژوند اسانتیاوې به ورته برابروي.
همدارنګه د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ ځایي اوسېدونکو له زلزلې وروسته په دغه سیمه کې د ا.ا.ا له لوري ترسره شویو چارو او قربانیانو سره د کړیو خدمتونو له امله مننه او ستاینه وکړه.