د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پوهنې وزارت مرکزي او ولایتي رئسانو د تعارف او همغږۍ ورکشاپ کې ګډون او وینا وکړه.

په پیل کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پوهنې وزارت اړوندو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد بچیان په سالمه اسلامي مفکوره وروزي.
همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاد ورکشاپ کې د امیر پر مکلفیتونو خبرې وکړې او ویې ویل: «امیر مکلف دی چې وړ کسان پر دندو وګوماري، د دندې لایحه ورته مشخصه کړي، څارنه یې وکړي او د کار د ښه والي لپاره لارښوونې او سپارښتنه ورته وکړي.»
دښاغلي په وینا؛ د اسلامي امارت د کامیابۍ راز د امیر په اطاعت کې دی او هر مسؤل په خپله اداره کې پر ماتحت کسانو امیر او مسؤل دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې په تېره اداره کې مسلکي کسان وو، خو د فساد او نه اخلاص له امله یې کارونه خراب او نظام یې ګډوډ کړی و. هغه د پوهنې وزارت اړوندو رئیسانو ته سپارښتنه وکړه چې په کارونو کې اخلاص او له خلکو سره ښه چلند وکړي.
همدارنګه د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله آغا او د دغه وزارت نورو مسؤلینو د یاد ورکشاپ په اړه معلومات ورکړل او هغه یې د چارو د ښه والي لپاره ګټور وباله.
د یادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ به درې ورځې دوام وکړي او د پوهنې وزارت اړوندو رئیسانو ته به د خپلو کاري مسؤلیتونو، صلاحیتونو او چارو ښه والي اړوند ورکشاپونه ورکړل شي.