د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیا پوهنتون له محصلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

د لوړ زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني، چې د تحصیلي نهادونو عمومي وضیعت څارنې او ارزونې په موخه یې، جنوب ختیځ زون ته سفر کړی پر دوام یې د پکتیا پوهنتون محصلینو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل او هغوي یې په زده کړیزه برخه کې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل.
نوموړي د یاد پوهنتون محصیلینو ته وویل ((د هېواد راتلونکی تاسو ته انتظار دی، په خپلو تخصصي برخو کې همت وکړﺉ، ترڅو هېواد مو په تحصیلي برخه کې په ځان بسیا شي او په دې برخه کې د نورو له اختیاجه خلاص شو))، هغه همدارنګه دغو محصیلنو ته یادونه وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ټولې ادراې ستاسو د روزنې په موخه رامنځ ته شوي او د دې هېواد زیاته سرمایه په تاسو مصرفیږي، نو پکار ده چې د خلکو د خدمت په نیت لوړې زده کړې وکړئ او په راتلونکي کې د هېواد اړتیاوې پوره کړﺉ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدا راز د پکتیا پوهنتون د محصلینو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د حل او پوره کولو ډاډ یې ورکړ.
په یاده غونډه کې د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصیلینو د ترکیې هېواد او د ا.ا.ا ترمنځ د یاد هېواد له لورې د ا.ا.ا په رسمیت پېژندنې تمثیل د لوړو زده کړو وزیر او ورسره مل پلاوي په حضور کې وړاندې کړ، چې د یاد پوهنتون د نظري او عملي برخو د پرمختګ څرګندونه یې کوله.