د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ علماو او ولسي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د هغوي ستونزي او وړانديزونه یې واورېدل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ علماو او ولسي مشرانو سره په لیدنه کې وویل «د ا.ا.ا یو منظم چوکاټ له مخې چارې پرمخ وړي او د هرې برخې مسؤلین د خپل مسؤلیت په اساس د هېوادوالو ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي کوي، د لوړو زده کړو وزارت ژمن دی، چې د هېواد په تحصیلي نظام کې د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي او ستونزو ته یې د حل لارې پیدا کړي».
سرپرست وزیر دغه راز یادونه وکړه، چې دوی د پکتیکا برمل ته د بېلابیلو سفرونو پرمهال د ځایي اوسېدونکو ستونزې درک کړي او د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ به یې ټولې غوښتنې ومني.
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ علماو او ولسي مشرانو اسلامي نظام حاکمیت لپاره د یادې ولسوالۍ د مجاهدینو د قربانیو یادونې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت اړوند او نورې هر اړخیزي غوښتنې او ستونزې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شریکي کړې او د وزارت له مقام څخه یې هیله وښوده، چې په یادو برخو کې ورسره همکاري وکړي، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له لورې نوموړو علماو او سپین ږیرو سره د یاد وزارت اړوند د همکاریو ژمنه وشوه او ډاډ ورکړل شو، چې د دغه وزارت سربېره به یې غږ تر نورو مسؤلینو ورسوي.
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۴/۶/۱۷هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۲۰هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۱۰م