د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي ناسته ترسره کړه

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۷:۱
T

سه شنبه، ۱۴۰۰ کب ۳ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، سید اسماعیل روحاني او د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي احمد عظم، چې د مالیزیا هېواد بېلابېلو ادارو استازو یې ملتیا کوله ګډون درلود.
په یاد ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان پر تحصیلي بنسټونو او ستونزو رڼا واچوله او ويې ویل، چې له جګړو راوتلی افغانستان یو ځل بیا ابادولو او پرمختګ ته اړتیا لري، چې دا چاره په زده کړو سره ترسره کېدای شي.
ښاغلي حقاني د مالیزیا هېواد له کړو همکاریو مننه وکړه او د ځوان نسل د روزنې، د استادانو ظرفیت لوړونې، زده کړیالانو ته د سکالر شیپونو زمینې برابرونې، د انلاین زده کړو لپاره محصلینو ته د انټرنیټ اسانتیاوې برابرولو او ورته نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
دغه راز محترم مولوي عبدالباقي حقاني د افغان نړیوال پوهنتون په کامیابولو، مالیزیا ته د یوه هیئت د ورتګ او د ننګرهار اسلامي پوهنتون په فعالولو برخو کې ځيني وړاندېزونه وکړل.
بلخوا بیا د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي احمد عظم د افغانستان پر ازادۍ او تحصیلي بنسټونو شروع کېدو خوښي څرګنده کړه او زده کړې یې د یوه داسې هېواد لپار چې جنګونو ځپلی وي، مهمې وګڼلې.
ښاغلي عظم دغه راز وویل، مالیزیا هېواد له افغانستان سره په هره برخه کې همکاریو ته چمتو دی، چې ژر به په تحصیلي، بشري، صحي او بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې، افغانستان ته زمونږ د راتګ یوه موخه همدا ده چې اولیتونه په نښه او بیا همکاریو ته دوام ورکړو.
دغه راز په یاده ناسته کې د مالیزیا هېواد د بخاري پوهنتون له لوري افغان زده کړیالانو ته د ۱۰۰ بورسونو د ورکړې ژمنه هم وشوه.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS