د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د یونسکو رئیسې، د یوناما سیاسي مرستیالې او ورسره پلاوي لېدنه ترسره کړه

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۰:۵۲

پنجشنبه، ۵/۹/۱۴۴۳
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د یونسکو رئیسې، د یوناما سیاسي مرستیالې او ورسره پلاوي لېدنه ترسره کړه!

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د یونسکو نړیوالې ادارې رئیسې پتریشا، د یوناما سیاسي مرستیالې کندیسن او ورسره پلاوي ګډون کړی وو.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د محصلینو پرمخ د پوهنتونو د پرانېستلو او په تحصیلي برخو کې پر موجوده ننګونو خبرې وکړې او د تحصیلي برخې د تقویت او دوامداره ساتلو په برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي حقاني دغه راز وویل: " موږ غواړو چې هر افغان بچی تحصیل وکړي او په همدې موخه مو اوس په کمو امکاناتو تحصیلي لړۍ جاري ساتلې ده."
سرپرست وزیر زیاته کړه، موږ نن سبا د پوهنتونو استادانو ته د معاش ورکړې، د محصلینو د لیلې مصارفو او د محصلینو ترانسپورت په برخو کې له ستونزو سره مخ یوو، چې د نړیوالې ټولنې توجو ورته غواړو، ترڅو مو تحصیلي بنسټونه لا قوي شي.

بل لورته د یونسکو نړیوالې ادارې رئیسې پتریشا د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه دوی ته له وخت ورکولو د مننې ترڅنګ وویل، موږ د افغانستان د تحصیلي او تعلیمي برخو ستونزې درک کوو او هڅه کوو چې نړیوالو ته په دې برخه کې قناعت ورکړو، ترڅو همکاري وکړي او افغان محصلین په مساویانه توګه زده کړې ترسره کړي.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS