د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب له پروان پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پروان پوهنتون له مسؤلینو سره په لیدنه کې د دغه پوهنتون زرغون چاپېریال او ښې هوا ته په اشارې سره وویل چې استادان او محصلین باید له دې چاپېریال څخه اعظمي ګټه پورته کړي. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت او د ا.ا.ا د پالیسیو پر عملي کولو د ټينګار تر څنګ، د پروان پوهنتون له مسؤلینو او استادانو وغوښتل چې د دغه پوهنتون د پراختیا او پرمختګ په برخه کې هڅې وکړي، تر څو ټولنې ته د علمي او متخصصو کادرونو په وړاندې کولو سره په دې برخه کې له بهرنیو اړتیاوو خلاص شو.
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د پروان پوهنتون د لیلیې له نیمه کاره پروژې څخه لیدنه وکړه او د لیلیې او نورو نیمه کاره پروژو د کار د تکمیل او بیا رغونې په برخه کې یې د یاد پوهنتون مسؤلینو ته ډاډ ورکړ.
وروسته د پروان پوهنتون رئیس دوکتور محمد عزیز کاظم د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، د پروان پوهنتون او د دغه پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلینو د نوښتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې د لوړو زده کړو وزارت د پالیسیو د عملي کولو او د دغه پوهنتون د پرمختګ په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
نېټه: شنبه
۱۴۴۴/۵/۲هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۵هـ.ق ۲۰۲۲/۱۱/۲۶م
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر