د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره وکتل

په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مختلفو برخو، په ځانګړي ډول د مخدره توکو روږدو کسانو درملنې او مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه کې د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د اسلامي امارت پر وړاندې یې د نړیوالې ټولنې پر دوه ګونو سیاستونو خبرې وکړې.
محترم شیخ صاحب وویل چې نړیواله ټولنه له یوه اړخه له افغانستان سره د همکارۍ او ملاتړ شعارونه ورکوي او له بله اړخه د اسلامي امارت رهبران په محاکمه کولو ګواښي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ، وویل چې دین، اسلامي شریعت او د خلکو غوښتنې یې د نظام لومړیتوبونه دي.
نوموړي په هېواد کې د لوړو زده کړو وروستۍ پراختیا ته په اشارې سره وویل چې لوړو زده کړو وزارت د باکیفیته دیني او عصري زده کړو او معیاري څېړنو ته، چې له دیني او ملي ارزښتونو سره سمې او د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ووایي، ژمن دی.
وروسته د جاپان سفیر په افغانستان کې د خپل هېواد مرستو او همکاریو ته په اشارې سره د یادو مرستو د دوام ژمنه وکړه او په مختلفو برخو کې یې د اسلامي امارت له پرمختګونو خوښي څرګنده کړه.
دغه راز د جاپان سفیر د خپلو خبرو په دوام کې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د راستانه شویو مهاجرینو مدیریت هم وستایه.
۱۴۴۷هـ.ق د محرم الحرام ۱۷مه
۱۴۰۴هـ.ش د سرطان ۲۲مه
۲۰۲۵م د جولای ۱۳مه