د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رئیس او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

1443/10/16
1401/2/27
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رئیس او راغلي پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، چې زموږ ټولو موخه د افغانستان ودانول او د تعلیم او تحصیل په برخه کې پرمختګ دی. نوموړي زیاته کړه چې د علمي ډګر د پرمختګ او په دغه برخه کې د ښې همغږۍ لپاره باید لوړو زده کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ګډې ناستې وکړي.
همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو اړخونو تر منځ د ګډو همکاریو په پار، یوه کمېټه وټاکل شوه.