د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د کابل طبي پوهنتون استاد او د اعصابو جراحانو اتحادیې رئیس پوهاند دوکتور احمد فواد پېرزاد سره د نوموړي په کور کې وکتل

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۱۵:۱۳
R

۱۴۰۰کال، د کب ۱
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د کابل طبي پوهنتون استاد او د اعصابو جراحانو اتحادیې رئیس پوهاند دوکتور احمد فواد پېرزاد سره د نوموړي په کور کې وکتل.  
په دې لېدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني چې د علي اباد تدریسي روغتون رئیس ډاکټر عماد الدین ځاځي یې ملتیا کوله، د پوهاند دوکتور احمد فواد پېرزاد په لېدو او د اختطاف کوونکو له منګولو پر ازادېدو د خوښۍ د څرګندلو ترڅنګ وویل؛ ځیني کړۍ شته چې لا هم د خلکو د اذهانو خرابولو لپاره کار کوي، خو د ا،ا،ا په ټول توان هڅه کوي چې د داسې علمي کادرونو د سر او مال ساتنه وکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د محترم دوکتور پېرزاد کړنې او فعالیتونه وستایل او ویې ویل، چې هېواد مو په کار پوه او مسلکي ډاکټرانو، انجینرانو او استادانو ته اړتیا لري او دوی باید د نورو تر اغېز لاندې رانشي او باید له هېواده ونه وځي. 
همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون استاد او د اعصابو جراحانو اتحادیې رئیس پوهاند دوکتور احمد فواد پېرزاد د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له ورتګ او په خلاصون کې یې د پوره همکارۍ له امله  مننه وکړه.
نوموړي وویل چې د ا،ا،ا او د لوړو زده کړو وزارت رهبرۍ دا وښودله چې دوی د هېواد د کادرونو پوره خیال ساتي او قدر یې کوي.
ښاغلي پیرزاد دغه راز وویل، چې په خپل ټول توان به د تېر په څېر په خپل هېواد کې خپلو خلکو ته په دوامداره توګه خدمت کوي او له نورو علمي کادرونو یې غواړم چې په دې حالاتو کې تر پخوا لا ډېر خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړي.
 

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS