د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د ګډو همکاریو په پار، د علومو اکاډمۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
۱۲/۹/۱۴۴۳
۲۵/۱/۱۴۰۱
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د ګډو همکاریو په پار، د علومو اکاډمۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د علومو اکاډمۍ د تفسیر او حدیث مرکز د رئیس مولوي عرفان الله عرفان په مشرۍ له راغلي پلاوي سره د لیدنې پر مهال وویل، چې زموږ ټولو موخه یوه ده، ټول د اسلامي امارت لپاره کار کوو. نوموړي د علمي او څېړنیزو چارو په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت او علومو اکاډمۍ تر منځ پر ګډ کار ټينګار وکړ.
همدارنګه دواړو اړخونو له یو بل سره د ګډو همکاریو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې یوه ګډه کمېټه جوړه کړه، تر څو له یو بل سره کیني او په موضوعاتو بحث وکړي.