د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د نړۍ صحي سازمان (WHO) له دوو تنو ترینرانو سره وکتل.

Akmal_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۱۰:۳۵
مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی با دو تن از ترینران ملی سازمان صحی جهان (WHO) دیدار نمود.

۱۴۴۳هـ.ق، د شعبان ۲۷مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په خپل کاري دفتر کې د نړۍ صحي سازمان (WHO) له دوو تنو ترینرانو سره وکتل. 
په دغه لیدنه کې، په داسې حال کې چې د صدري ـ قلبي انسټیټوټ رئیس ډاکټر عبدالمطلب شینواري هم حضور درلود، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په صحي سکټور او د لایقو طبي متخصصانو د روزنې په برخه کې د افغانستان  پر اړتیاوو خبرې وکړې او یادو موخو ته د رسېدو لپاره یې د نړۍ صحي سازمان همکاري ګټوره وبلله. نوموړي په افغانستان کې د  (WHO) له همکاریو مننه وکړه او له یادو ترینرانو یې وغوښتل، چې خپلې علمي تجربې له افغان محصلینو او استادانو په ځانګړي ډول د تدریسي روغتونونو له ډاکټرانو سره شریکې کړي، تر څو د هغوی د تجربو پر اساس د هېواد د طبي خدماتو په برخه کې مثبت تغیرات رامنځ ته شي. 
وروسته د نړۍ صحي سازمان ترینرانو ډاکټر محمد حیدر عمر او ډاکټر غلام حضرت د هېواد طبي سکټور د کارونو د پرمختګ او ظرفیت لوړولو په برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مسؤلیت پذیري وستایله او د جدي مراقبت ( ICU)، د روغتونونو مدیریت ( Hospital Management) او طبي وسایلو په برخه کې یې د تدریسي روغتونونو د پرسونل لپاره روزنیزو ورکشاپونو ته تیاری وښود. 
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د نړۍ صحي سازمان له مرستو د مننې تر څنګ، د هېواد له طبي پوهنتونونو سره د یاد سازمان د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.

Latest announcements

Back to announcements

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۷:۵۴
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت کارکوونکو ته د ناسمو رواجونو په اړه د نوي توشیح شوي فرمان او د امیر مقام په اړه بیان وکړ

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وازت د ناستو په عمومي تالار کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند رییسانو، امرینو، مدیرانو او خدماتي کارکوونکو ته د خېښۍ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د خصوصي تحصیلي پوهنتونونو له استازو سره د هغوی د ستونزو حل په موخه ناسته وشوه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت د رهبري شورا ناستو په تالار کې، د وزارت یو شمېر رییسانو او د خصوصي پوهنتونونو استازو تر منځ په یادو پوهنتونونو کې د یو شمېر ستونزو حل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره وکتل

 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب بلخ ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د بلخ پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د هېواد سرنوشت په. . .

BACK TO NEWS