د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد له ولسمشر، د تعلیم (ښوونې او روزنې) وزیر او د اسلام آباد نړیوال پوهنتون له رٸیس سره وکتل
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد له ولسمشر، د تعلیم (ښوونې او روزنې) وزیر او د اسلام آباد نړیوال پوهنتون له رٸیس سره وکتل.
پنجشنبه، ٢٥ لېندۍ ١٤٠٠
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد له ولسمشر عارف علوي، د تعلیم (ښوونې او روزنې) وزیر شفقت محمود او د اسلام آباد نړیوال پوهنتون له رٸیس معصوم یاسینزي سره او همدارنګه د اسلام آباد پوهنتون د اسلامي څېړنیز مرکز څخه لیدنې وکړې.
په دغو ناستو کې دواړو اړخونو د افغانستان د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ او په پاکستان کې افغان زده کړيالانو ته د وېزې او نورو برخو کې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو خبرې وشوې، چې په یادو برخو کې د پاکستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
دغه راز د پاکستان ولسمشر او ښوونې او روزنې وزیر د افغان استادانو د ظرفیت لوړولو او هغوی ته پر لېکه د زده کړو زمینې برابرلو ژمنې هم وکړې.
د یادولو وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزيرسره د یاد سفر په ترڅ کې د علامه اقبال پوهنتون مسٶلانو هم د ورته مرستو ژمنه کړې ده.