د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پنجشېر ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه.

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۴:۱۷
Ddrtyiippiutrwqdcvbn

 

د دې سفر موخه د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې عمومي حالت ارزونه، د یادې موسسې د لیلیې جوړولو لپاره د ځای انتخاب، د تدریسي او روزنیزې پروسې ارزونه او د موسسې د مسوولینو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو د ستونزو، نظرونو او وړاندیزونه اورېدنه وه. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په دغه سفر کې د پنجشېر ولایت والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د یادې موسسې استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې پراختیا، پرمختګ او ستونزو حل پر څرنګوالي خبرې وکړې.  

 

په دغو ناستو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د علمي معیارونو ساتنې پر ارزښت، اداري نظم او د علمي څېړنو پر ملاتړ ټینګار وکړ. محترم شیخ صاحب د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې محصلینو سره په لیدنه کې د هېواد په جوړونه کې د ځوانانو رول مهم وباله او له هغوی یې وغوښتل چې په ملي روحیه او له هېواد سره د مینې له مخې د علم زده کړه او هېواد د ودانولو هڅه وکړي. 

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د یادو لیدنو په لړ کې د زده کړو پروسې، تدریسي امکاناتو، د استادانو علمي ظرفیت لوړونې او ستونزو په اړه د پنجشېر لوړو زده کړو موسسې مسوولینو، استادانو او محصلینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه، چې لوړو زده کړو وزارت به د خپلو شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د ستونزو په حل کې لازم اقدامات وکړي.

 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تېره اونۍ د تحصیلي نهادونو مسوولینو، استادانو او محصلینو د ستونزو حل، نظرونو او وړاندیزونو اورېدلو په پار، بدخشان، تخار، کندز، بلخ او هرات ولایتونو ته سفرونه وکړل.

 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶، د ذوالحجې ۴مه

۱۴۰۴، د جوزا ۱۱مه

۲۰۲۵، د جون لومړۍ

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۸
Background image

د مرکزي امارتي پوهنتونونو، دیني جامعې او تدریسي روغتونونو رهبري پلاوي ته «د پوهنتون پرمختللې رهبري» په اړه پنځه ورځنی ورکشاپ دایر شو

د یاد ورکشاپ په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وویل چې مسوولین باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي او په ښه ډول اداکولو لپاره یې منظم پلان جوړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۵:۱۸
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مرکزي ریاستونو او امارتي پوهنتونونو مسؤلینو ته د تحصیلي نظام د لا پیاوړتیا په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، په داسې حال کې چې د مرکزي ریاستونو رئیسان په حضوري او د امارتي پوهنتونونو مسؤلین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۶:۲۴
Background image

البیروني پوهنتون کې د ۱ میلیون ۷۸۲ زره افغانیو په ارزښت، عصري او مجهز الکترونیکي کتابتون پرانیستل شو.

یاد کتابتون د لوړو زده کړو وزارت په مالي لګښت جوړ شوی دی، چې د پرانیستې په مراسو کې یې د البیروني پوهنتون رییس مفتي وقایت الله وقار حنفي، د کتابتون پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او دغه. . .

BACK TO NEWS