د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر سره وکتل.

په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر جنک اونال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو په پاللو ټینګار وکړ او د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې پر ځینو ګډو تحصیلي موضوعاتو خبرې وکړې.
دغه راز سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو هم بحث وکړ او د لوړو زده کړو په برخه کې يې ځینې وړاندیزونه له شارژدافیر سره شریک کړل.
ورپسې په افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر، د افغانستان او ترکیې د اکاډمیکو اړیکو پر مخینه خبرې وکړې او د افغانستان له تحصیلي نظام سره یې د بنسټیزو کارونو اړوند د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر غوره تحصیلي اړیکو او علمي تجربو شریکولو خبرې وکړې.