د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون کې د کاري پروسو اسانولو او د تفاهم نامو لاسلیکولو غونډه ترسره شوه.

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۰ - ۹:۳۳
u

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شتون کې د کاري پروسو اسانولو او د تفاهم نامو لاسلیکولو غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه چې د ا.ا.ا د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له لوري په مرمرینه مانۍ کې برابره شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ، د دولتي او خصوصي رسنیو استازو پکې ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حق اني وویل،" له ۴۳ کلن جنګ راوتلی افغانستان په تحصیل او خلکو ته په کارونو کې د اسانتیاوو په برابرولو سره ابادېدای شي او د اسلام مبارک دین له نظره خلکو سره د ژوند په ټولو حالاتو کې اسانتیا کول لازم دي."

سرپرست وزیر زیاته کړه، د لوړو زده کړو وزارت هغو استادانو ته چې هېواد کې دي، د جذب اسانې لارې او سهولتونه برابروي.

دغه راز ښاغلي حق اني، بهر ته تللو استادانو باندې غږ وکړ، چې خپل هېواد ته راستانه شي، دلته خدمت وکړي، ترڅو دا ملت اباد شي او خودکفاء وګرځي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د یادې رهبرۍ له لوري د وزارتونو او ادارو ترمنځ د ګډې همکارۍ، پرېکړې او تفاهمنامې لاسلیک شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS