د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت له استازي او سپین ږیرو سره ولیدل

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي په دغه ناسته کې د نورستان ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې د کار د پيل، د یادې مؤسسې د وضعیت د ښه والي او د بورسونو د ویشلو په تړاو یې د ګډون والو وړاندیزونه او غوښتنې واوریدې او د هغوی د غوښتنو د سر ته رسولو په هکله یې ډاډ ورکړ.
په لومړي سر کې په ولسي جرګه کې د نورستان ولایت د خلکو استازې آغلې قمر بانو اکبري او د یاد ولایت یو شمیر نورو مشرانو او مخورو د لوړو زده کړو وزارت له سرپرسته د نورستان د لوړو زده کړو مؤسسې د منظورۍ له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د محترم مقام د لارښوونې او د لوړو زده کړو وزارت د نوې رهبرۍ د پرله پسې هڅو په اساس نورستان ولایت د لوړو زده کړو د بنسټ لرونکی شو چې دا د نورستان ولایت د خلکو لپاره تر ټولو یو لویه لاسته راوړنه بلل کیږي.
د غونډې ګډون والو همدارنګه د یادې مؤسسې د کار د پیل د څرنګوالي په هکله هم خبرې وکړې او د لوړو زده کړو وزارت له رهبرۍ څخه د نورستان ولایت لپاره د زیاتو بورسونو غوښتونکي شول.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د نورستان د لوړو زده کړو نوې مؤسسې د فعالیتونو د پیل په اړه ګډون والو ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د یاد بنسټ د تعمیرونو د جوړښت په هکله به، د نورستان ولایت د محلي مقاماتو او بودیجوي تدارک له موافقې څخه وروسته جدي اقدامات تر سره شي.
بالاکرزي د هیواد د بیلابیلو برخو لپاره د عدالت او برابرۍ اصل په اساس د پراختیا په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې لوړو زده کړو وزارت د نورستان ولایت ځوانانو لپاره د هیواد دننه او بهر د لوړو زده کړو د لاسرسي په ډګر کې له تاسو سره ژمن او همکار دی.